تركيه د روهينګيا د مسلمانانو لپاره كورونه جوړوي!
تركيې چې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم د مخنيوي د پاى ته رسولو په برخه كې پراخه هلې ځلې پيل كړي دي، اوس له دې ظلمه د را تښتېدلو مسلمانانو پر ټپونو د مرهم د ايښولو لپاره ملا تړي.
تركيې چې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم د مخنيوي د پاى ته رسولو په برخه كې پراخه هلې ځلې پيل كړي دي، اوس له دې ظلمه د را تښتېدلو مسلمانانو پر ټپونو د مرهم د ايښولو لپاره ملا تړي.
ټاكل شوې ده چې په بنګله دېش كې د روهينګيا د مسلمانو كډوالو لپاره ۸۴ زره كورونه جوړ شي چې ددې ۲۴ زره به يې په مخامخ ډول د تركيې لخوا جوړ شي.
د همدې موخې لپاره په ټوله تركيه كې د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې په موخه پراخه كمپاينونه پيل شوي دي.
په لومړي سر كې د تركيې د هوايي او فضايي صنايعو د ادارې كار كونكو پرېكړه وكړه چې ددې كورونو د يوې برخې د جوړولو په موخه مالي مرسته وكړي.
تر اوسه پورې د همدې ادارې لخوا د پيل شوي كمپاين په پايله كې شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر راټول شوي دي چې د تركيې سرې مياشت ته سپارل شوي.
تمه كيږي چې په راتلونكو څو اونيو كې په ټوله تركيه كې راټولې شوې مرستې ميليونونو ډالرو ته ورسيږي.