امينې اردوغان د مرستو په وېشلو پيل وكړ.

د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينه اردوغان چې تېره ورځ د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې په موخه بنګله دېش ته تللې وه، نن يې د روهينګيا د كډوالو په كمپ كې اړو كسانو ته په مرستو ويشلو پيل وكړ.

803717
امينې اردوغان د مرستو په وېشلو پيل وكړ.

 

د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينه اردوغان چې تېره ورځ د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې په موخه بنګله دېش ته تللې وه، نن يې د روهينګيا د كډوالو په كمپ كې اړو كسانو ته په مرستو ويشلو پيل وكړ.

امينې اردوغان له عاموژنې د را تښتېدلو كډوالو سره د خبرو اترو نه وروسته وويل چې د يو انسان په توګه بې تفاوتي امكان نه لري. د نوموړې په وينا ټوله نړۍ بايد ددې ناورين د مخنيوي په موخه سره لاسونه وركړي.

مېرمن اردوغان زياته كړه چې `` پدې پېړۍ كې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې دا وحشت روان دى. كه چېرې مجرم وي نو بايد يواځې مجرم ته سزا وركړل شي. عامو وګړو ته سزا وركول غير انساني عمل دى.``

مېرمن اردوغان پر نړيوالې ټولنې هم د مرستې غږ وكړ او زياته يې كړه چې ``ټول ماشومان لرو. د دوى پر وړاندې ټول مسئوليت لرو. له همدې امله دلته راغلي يو تر څو نړيواله ټولنه پرې خبره كړو. لطفاً ټول بايد د خپل توان پورې مرسته وكړي.``

د يادولو وړ ده چې د تركيې خيريه ټولنو په لومړي پړاو كې ۱۰۰ زره ټنه خوراكي مواد، درمل او جامې سيمې ته لېږدولي دي. ټاكل شوې ته چې په نږدې راتلونكې كې به د روهينګيا د مسلمانانو په كمپ كې ۱۰۰ زره كورنيو سره دوامداره مرسته پيل شي.



اړوند خبرونه