د روهينګيا د مسلمانانو سره د اردوغان د مېرمن مرسته
ټاكل شوې ده چې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينه اردوغان د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې د چارو د تعقيب او څارنې په موخه د بنګله دېش هېواد ته سفر وكړي.
ټاكل شوې ده چې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينه اردوغان د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې د چارو د تعقيب او څارنې په موخه د بنګله دېش هېواد ته سفر وكړي.
امينه اردوغان به د ميانمار سره پولې ته نږدې د كوكس بازار په سيمه كې د روهينګيايي مسلمانانو د كډوالو له كمپه ليدنه وكړي او د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې `تيكا` مرستې به پر خلكو وويشي.
د لومړي وزير مرستيال د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستو د پلان په اړه وويل چې اوسمهال ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته سيمې ته لېږل شوې ده. دا مرسته به په ميانمار كې دننه ددې هېواد د چارواكو په همكارۍ پر بېځايه شوو كسانو باندې وويشل شي.
په دويم ګام كې به د بنګله دېش د كوكس بازار په سيمه كې د روهينګيايي كډوالو د ۱۰۰ زره كورنيو سره منظمې مرستې پيل شي.
د يادولو وړ ده چې امينه اردوغان پخوا هم د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې په موخه سيمې ته تللې وه.