ولسمشر اردوغان د قطر سره د پوځي همکاریو په اړه دوه قانونه توشیح کړل
د ترکیې او قطر ترمنځه په پوځي همکاریو کې نوې دوره پیل شوه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر سره د پوځي همکاریو اړوند دوه قانونه توشیح کړل.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ددې تړونونو له مخې د دواړو هیوادونو ترمنځه د جاندارما ځواکونو روزنه او په قطر کې ترکي ځواکونو ځای په ځای کیدو ته لار هواره کړي.
د نوموړو تړونونو له مخې به ۵۰۰۰ تنه ترکي سرتیري په قطر کې ځای په ځای کړی شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې قانونو له مخې به د دواړو هیوادونو ترمنځه د داخلي امنیت ، د قاچاق او تنظیم شوو جرایمو پر وړاندې د مبارزې، د ټولنیزو پيښو په اړه د مداخلې ، د امنیتي ځواکونو او د سیارو ټیمونو د روزنې په برخو کې همکاري وشي.
د بله پلوه د ترکیې نه وروسته پاکستان حکومت هم قطر ته د وسله والو ځواکونو د استولو په خاطر ولسي جرګې ته د قانون مسوده وړاندې کړې ده.
پاکستان په پام کې لري چې قطر ته ۲۰ زره تنه سرتیري واستوي.