ولسمشر د اساسي قانون د تعدیل اړوند قانون توشیح کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې د تعدیل اړوند د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی قانون توشیح کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې د تعدیل اړوند د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی قانون توشیح کړ.
د ترکېې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې ، ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې جمهوریت اساسي قانون په ۱۸ مادو کې د تعدیل اړوند د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی قانون توشیح او هیوادوالو سره يي د شریکولو په خاطر صدارات ته يي ولیږه.
د ترکیې د اساسي قانون له مخې د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې تعدیل ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند نعمان کورلتولموش خبري رسنیو ته وویل « په لوی احتمال سره چې د اساسي قانون د تعدیل اړوند ټولپوښتنه به د اپریل د میاشتې په ۱۶ مه نیټه ترسره شي . »
د لومړي وزیر مرستیال دا څرګندونې په افیون ولایت کې وکړې.
هغه وویل « ښاغلي ولسمشر د اساسي قانون د تعدیل اړوند قانون توشیح کړ. ددینه وروسته د ټولپوښتنې د نیټې معلومول د ټاکنو د خپلواکې ادارې کار دی. په قوي ګمان کې د ټاکنو خپلواکه اداره د ټولپوښتنې لپاره د اپریل ۱۶ مه نيټه وټاکي. ځکه چې د ترکیې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر لخوا د قانون د توشیح نه وروسته باید د ۶۰ ورځو نه وروسته په لومړنۍ یکشنبې ورځ کې ټولپوښتنه وشي. »
د یادولو وړ ده چې اساسي قانون تعدیل په ټولپوښتنه کې د منل کیدو په صورت کې به د ترکیې د ملي شورا د غړیو شمیره د ۵۵۰ تنو نه ۶۰۰ تنو ته لوړه شي. په ترکیه کې د ملي شورا د غړیتوب لپاره د نوماندۍ عمر د ۲۵ کلونو نه ۱۸ کلونو ته راټیټیږي.
په ترکیه کې به ددینه وروسته په هرو پنځو کلونو کې یو ځل د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په یو ورځ په ګډه ترسره کیږي.
ولسمشر کولی شي چې د ګوند غړیتوب او مشري هم وکړي.