تركيې د وسلو د صادراتو هڅې ګړندۍ كړي دي.
د تركيي وسلو او نظامي وسايلو د خرڅلاوى په موخه د هڅو په پايله كې د قزاقستان هېواد سره يو نوى تړون لاسليك شو.
پدې ډول د تركيې د نظامي الكترونيكي صنايعو شركت `` ASELSAN `` د قزاقستان د هېواد پر وسله والو ځواكونو باندې بېلابېل نظامي وسايل وپلوري.
ددې شركت او د نوموړي هېواد د اوردو ترمېنځ د يو تړون له مخې په لومړي پړاو كې په د ۳ ميليونو ۵۷۰ زره ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي وسايل پر قزاقستان وپلورل شي.
ددې وسلو ترمېنځ د سارپ په نامه د لرې نه د قوماندې وړ د وسلو سيستم شامل دى چې د انسان پرته هدف ويشتلى شي.
دا سيستم چې په سيار ډول د ټانكونو پر سر نصبيږي د كمپيوټر په واسطه كنتروليږي. همداراز په لرې پرتو سيمو او غرونو كې د امنيتي پوستو د ساتنې په موخه هم كارول كيږي.
تمه كيږي چې دا وسلې به د ۲۰۱۷م كال تر پايه پورې د قزاقستان اوردو ته تسليمې شي.
تركيه په پام كې لري چې په راتلونكې كې د وسلو د صادرونكي هېواد په توګه په سيمه او نړۍ كې لوى رول ولوبوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.