د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا باید ترهګرو ته پناه ورنکړي.
امریکا باید د فتح الله ګولن په څیر ترهګرو نه ملاتړ او هغوې ته پناه ورنکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا باید ترهګرو ته پناه ورنکړي.
امریکا باید د فتح الله ګولن په څیر ترهګرو نه ملاتړ او هغوې ته پناه ورنکړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ملګروملتونو په ۷۱م عمومي اجلاس کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کړی د رویټرز سره مرکه وکړه.
ولسمشر اردوغان د رویټرز سره په مرکه کې د لوی ترهګر فتح الله ګولن اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل « امریاک باید هر څه ژر د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن ونیسي او ترکیې ته وسپاري، په ټوله نړۍ کې باید د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په فعالیتونو بندیز ولګول شي . »
ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا نه وروسته اعلان شوي بیړني حالت په اړه وویل چې کیدای شي د بیړني حالت موده د ولسي جرګې لخوا وغځول شي.
ولسمشر اردوغان د کډوالو د اعادې د تړون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې اروپايي ټولنې پدې برخه کې خپل مسولیت ندی ادا کړی. هغه وویل چې ټولنې د نوموړي تړون د مذاکراتو پر مهال د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل ونکړ . ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د بهیر د مذاکراتو په اړه وویل چې ټولنه باید صمیمي چلند وکړي.
ولسمشر اردوغان د سوریې روان کړکیچ ته په اشارې سره وویل چې « په سوریه کې باید هر څه ژر انتقالي حکومت رامنځته شي . په انتقالي حکومت کې بشار اسد ته ځای نشته. د سوریې ارضي تمامیت ته باید هر سړی درناوی وکړي . »