د ټايمز د ورځپاڼې حيرانوونكې ادعا
د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت جوړښت( FETO/PDY) د انګلستان د پارلمان يو تن غړي ته ددې لپاره رشوت وركړى دى چې د تركيې پر خلاف راپور وليكي.
د انګلستان د ټايمز د ورځپاڼې د خبر په اساس ددې هېواد د پارلمان يو تن وكيل اېډوارډ ګارنيير د تركيې پر خلاف د يو راپور د ليكلو په مقابل كې د د ترهګرې ډلې نه پېسې اخيستې دي.
د خبر په اساس ګارنيير د `` په تركيه كې بشري حقونو ته درناوى او د قانون لوړيتوب`` د يو راپور د ليكلو په مقابل كې چې په كې پر تركيې باندې د بشري حقونو نه د سرغړونې تورونه لګول شوي دي، د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې نه ۱۱۵ زره ۹۹۴ سټرلېنه چې څه باندې ۱۵۳ زره امريكايي ډالره كيږي اخيستې دي.
ورځپاڼه ليكي چې دا راپور په تركيه كې د `ليكوالو او ژورناليستانو د وقف` د غوښتنې په اساس چې افتخاري مشري يې د فتح الله ګولن پر غاړه ده، ليكل شوى دى.
په راپور كې، په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت پر وړاندې د حكومت د مبارزې په اړه معلوماتو ته ځاى وركړل شوى دى. همداراز راپور د تېر سپتمبر په مياشت كې د انګلستان د وخت لومړي وزير ډېوېډ كامرون او د بهرنيو چارو د وخت وزير فيليپ هېمانډ ته هم لېږل شوى دى.
اېډوارډ ګارنيير د روان كال د مارچ په مياشت كې د انګلستان په پارلمان كې د `` تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د كډوالو د تړون`` په اړه د څرګندونو پر مهال ويلي ول چې `` د تركيې د حكومت لخوا د بشري حقونو او قانون تر پښو لاندې كولو ته كه وكتل شي نو په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب نه د انګلستان د هېواد په ملاتړ دې يو ځل بيا له سره كتنه وشي.``
د ټايمز ورځپاڼې همداراز ليكلي دي چې د تركيې پر خلاف ددې راپور د ليكلو لپاره د انګلستان د مشرانو د جرګې يو تن غړي هېري ولف هم د ګارنيير سره مرسته كړې ده.
دا لومړى ځل دى چې د تركيې پر خلاف د لوېديځو هېوادونو لخوا د راپورنو په ليكلو كې د رشوت خبره رامنځته كيږي.
تركي مقاماتو تر اوسه پورې د موضوع په اړه څه نه دي ويلي.