تركي ولس ته د حكمتيار پيغام!

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په تركيه كې د ناكامې كودتا نه وروسته تركي ولس ته په خطاب كې يوه اعلاميه خپره كړې ده.

534610
تركي ولس ته د حكمتيار پيغام!

 

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په تركيه كې د ناكامې كودتا نه وروسته تركي ولس ته په خطاب كې يوه اعلاميه خپره كړې ده.

پدې اعلاميه كې چې د ټي آر ټي پښتو څانګې ته استول شوې ده، د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا پر مهال د تركي ولس غيرت او شهامت ستايل شوى دى او د كودتا د پيل پر مهال يې ښودلې ده. په اعلاميه كې همداراز د اسلامي امت بېدارۍ ته امېدواري ښودل شوې او د دده په وينا د اسلامي امت د غلامۍ تور دور د پاى ته رسېدلو په حال كې دى.

د حكمتيار لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د تركيې او د ټولې اسلامي نړۍ پر خلاف توطيه شنده شوې ده. د اعلاميې له مخې كه چېرې د تركانو همدا يووالى، همت او وحدت ژوندى وي نو له يوې خوا به تركيه د كورنيو او بهرنيو دښمنانو پر وړاندې خوندي وي او د بله پلوه به اسلامي امت هم خپل پخوانى شوكت را ژوندى كړي.

د اعلاميې په يوې برخه كې تركي ولس ته په خطاب كې ليكل شوي دي چې `` تاسو له افتخاراتو ډك ځلانده تاريخ لرئ، څو كاله وړاندي ستاسو پلرونو د ټول اسلامي امت مشري كوله، استانبول د ستر اسلامي خلافت پلازمينه وه، فلسطين ستاسو په لاس آزاد شوى وو. تاسو د همداسي عظمتونو وړتيا لرئ.``



اړوند خبرونه