كابل ته د تركيې د  بهرنيو چارو د وزير سفر

د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د يو رسمي سفر په ترڅ كال كې كابل ته تللى دى.

512790
كابل ته د تركيې د  بهرنيو چارو د وزير سفر

 

تركيه په پام كې لري چې په كابل كې د خپلو سرتېرو شمېره زيات كړي.

د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د يو رسمي سفر په ترڅ كال كې كابل ته تللى دى.

چاووش اوغلو په پلازمېنه كابل كې د خپل افغان سيال صلاح الدين رباني او د اجرايه ريس عبدالله عبدالله سره د ليدنې نه وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا هم حضور ته ومنل شو.

ولسمشر غني د افغانستان سره د تركيې د مرستو او همكارۍ او په ځانګړي توګه په نظامي ډګر كې د تركيې د همكارۍ نه مننه وكړه. د بهرنيو چارو وزير بيا يو ځل بيا په افغانستان كې د سولې د راتللو پورې له افغان حكومته د هر اړخيز ملاتړ اعلان وكړ.

چاووش اوغلو د رباني د ليدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه كې ګډون وكړ. تركي وزير د افغانستان سره د اقتصادي اړيكو د پراختيا په اهميت ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې په هېواد كې به د بيا رغاونې د پروژې نه ملاتړ ته دوام وركړي. نوموړي په افغانستان كې د تركي شركتونو د فعاليت نه هم خوښي څرګنده كړه او يې ويل چې `` د افغانستان اقتصادي وده زموږ لپاره مهمه ده.``

په نظامي ډګر كې همكاري

اوسمهال په افغانستان كې شاوخوا ۷۰۰ تنه تركي سرتيري د افغان ځواكونو په روزنې بوخت دي.  د چاووش اوغلو د ناټو په چوكاټ كې نه يواځې چې ددې سرتېرو شمېره به راټيټه شي بلكې د اړتيا په صورت كې به د سرتېرو شمېره نور هم زياته كړو.``

مولود چاووش اوغلو د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په اړه وويل چې اوسمهال د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې نارينه او ښځينه افغان امنيتي ځواكونه د تركانو لخوا روزل كيږي.

د ناټو په چوكاټ كې فعاليت

د بهرنيو چارو وزير په افغانستان كې د امنيت او ثبات د ټينګښت نه د ملاتړ په اړه وويل چې `` د ناټو په چوكاټ كې د ۲۰۱۷م كاله وروسته هم له افغانستانه د ملاتړ پلوي كوو. اوسمهال په افغانستان كې ۷۰۰ تنه سرتيري لرو. دا شمېره نه را ټيټوو.كه اړتيا وي په راتلونكي بهير كې يې زياتوو. زموږ د سرتېرو سره د افغان ولس د مينې له امله د خوشالۍ احساس كوو.``

د تيكا فعاليت

د تركيې د همكارۍ او همغږۍ د ادارې تيكا فعاليت په افغانستان كې د پراختيا په حال كې دى. افغانستان يو د هغو هېوادونو د جملې نه دى چې د تيكا تر ټولو زياتې مرستې جلبوي. ټاكل شوې ده چې تيكا به په بلخ كې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د پلار مزار هم بيا ورغوي.

اقتصادي مرستې

تركيې د ۲۰۰۱م كال راهيسې د افغانستان سره شاوخوا ۲۷۷ميليونه ډالره مرسته كړې ده. د دواړو هېوادونو ترمېنځ سوداګريز حجم په ۲۰۱۳م كال كې ۳۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلى وو چې د لا پراختيا لپاره يې هلې ځلې روانې دي.



اړوند خبرونه