د تركيې راتلونكى لومړى وزير بن علي يېلدرم څوك دى؟

د عدالت او پراختيا د ګوند لخوا د لومړي وزارت چوكۍ او د ګوند مشرتابه نوى نوماند بن علي يېلدرم د تركيې په سياسي تاريخ كې د لويو پراختيايي پروژو د عملي كولو په برخه كې مهم شخصيت دى.

493961
د تركيې راتلونكى لومړى وزير بن علي يېلدرم څوك دى؟

 

 

۶۱ كلن يېلدرم په ۱۹۵۵م كال كې د تركيې د ارزينجان په ولايت كې زېږېدلى دى دى. لوړې زده كړې يې د استانبول د تخنيكي پوهنتون د كيښتيو د جوړولو او بحري علومو په برخه كې د ماسټرۍ تر درجې پاى ته رسولي دي. د ۱۹۷۸م كاله تر ۱۹۹۳م كاله پورې د تركيې د كيښتيو د صنايعو د عمومي رياست نه نيولې پدې سكتور كې په مختلفو برخو كې دنده اجرا كړه.  وروسته يې په بحر كې د ځاني او مالي امنيت د ساتنې په برخه كې د سويس په هېواد كې تخصصي زده كړې هم كړي دي. وروسته يې د ۱۹۹۴م كال نه تر ۲۰۰۰م ميلادي كاله پورې د استانبول د ښاروالۍ د بحري ترانسپورت د چارو د عمومي ريس په توګه دنده اجرا كړه. د خپلې دندې په موده كې يې د استانبول د ترافيكي ستونزو د آواري په موخه د بحري ترانسپورټ يو زيات شمېر پروژې عملي كړې.

سياسي ژوند

بن علي يېلدرم د تركيې د جمهوريت په تاريخ كې د ۵۸م، ۵۹م او ۶۰مو حكومتونو كې چې د عدالت او پراختيا د ګوند پورې يې اړه درلودله د ترانسپورټ، بحري چارو او مخابراتو د وزير په توګه د ۱۴ كلونو لپاره دنده اجرا كړه. د تركيې په پارلمان كې د څلور دورو لپاره د بېلابېلو ولايتونو نه د عدالت او پراختيا د ګوند د غړي په توګه د وكالت دنده هم اجرا كړې ده. د ۲۰۱۴م كال د جون د مياشتې په ۵نېټه يې د وزارت دنده پرېښودله او د ولسمشر رجب طيب اردوغان د مشاور په توګه يې په دنده پيل وكړ.

د كار سړى

بن علي يېلدرم د تركيې په سياسي اجندا كې د `` كار د سړي`` په توګه شهرت لري. د ترانسپورټ د وزارت په ۱۴ كلنه موده كې يې د لويو او مدرنو لارو په جوړولو، په استانبول كې د مرمرې د سمندر لاندې د تونل د تېرولو، بيا هم په استانبول كې د باسفورس پر تنګنا باندې د اوږد پله د جوړولو، په تركيه كې د چټك اروګاډي د پروژې د عملي كولو او داسې نورو ترانسپورټي پروژو سره نړيوال شهرت موندلى دى. يېلدرم د همدې امله پر ولسمشر اردوغان ګران دى. په تركيه كې نوموړى د اردوغان د ښي لاس په توګه ياديږي. 

شخصي ژوند

بن علي يېلدرم د سميعه يېلدرم سره واده كړى دى. مېرمن يې متقاعده ښوونكې ده. يېلدرم درې اولادونه لري. نوموړى په انګليسي او فرانسوي ژبو روانې خبرې كولاى شي.              



اړوند خبرونه