بوسنيا ته د يو ښكلي مسجد ډالۍ!
لومړى وزير احمد داوود اوغلو په بوسنيا كې د فرهاديه د تاريخي مسجد د افتتاح په مراسمو كې د ګډون په موخه نوموړي هېواد ته سفر وكړ.
لومړى وزير احمد داوود اوغلو په بوسنيا كې د فرهاديه د تاريخي مسجد د افتتاح په مراسمو كې د ګډون په موخه نوموړي هېواد ته سفر وكړ.
د بوسنيا د بانيا لوكا په ښار كې د فرهاديه جامع مسجد چې په سيمه كې د عثماني امپراتورۍ د مهمو آثارو له جملې نه شمېرل كېده، په ۱۹۹۰يمو كلونو كې د صربي اورپكو لخوا په ټوليزه توګه ويجاړ شوى وو.
د فرهاديه مسجد ۴۳۷ كاله وړاندې په ۱۵۷۹م ميلادي كال كې د سيمې لپاره د عثماني امپراتورۍ د والي فرهاد بېګ لخوا جوړ شوى وو. په ۱۹۹۳م كال كې په سيمه كې د صربي ځواكونو د بريدونو په پايله كې تاريخي مسجد ته اور واچول شو او په ټوليزه توګه ويجاړ شو.
ددې مسجد بيا جوړولو لپاره په ۲۰۰۱م كال كې د بوسنيا هرزګوينا د اسلامي ټولنې لخوا هلې ځلې پيل شوې چې د مالي امكاناتو د نشتوالي له امله يې كارونه په ټپه ودرېدل.
دا دى دا تاريخي مسجد د تيكا لخوا بېرته جوړ او د تركيې د لومړي وزير احمد داوود اوغلو په ګډون به د شانداره مراسمو په ترڅ كې عبادت ته وړاندې شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.