د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د اوباما د وینا په اړه ترکیې سخت غبرګون وښود

ترکیې  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو اړوند   د امریکا د ولسمشر باراک اوباما  د  وینا په اړه  سخت غبرګون څرګند کړ.

476787
د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د اوباما د وینا په اړه ترکیې سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې ً  د اپریل په ۲۲ مه نیټه د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو په اړه په ترسره کړې وینا کې  د لومړنۍ  نړۍوالې جګړې پر مهال  د رامنځته شوو ترخو پیښو په اړه  یو پلوی  قضاوت کړی  چې د هغه څرګندونې ددې مسلې ښکارندويي کوي. ً

پداسې حال کې چې ترکیه  د ترک او ارمني خلکو ترمنځه  د سلګونو کلونو راهیسې  اوږده په اوږده او څنګ په څنګ  د ژوند کولو اساس په نظر کې نیولو سره  د سولې او روښانه راتلونکي د جوړولو په لاره کې  د خپل وس او توان  او پوره صمیمیت سره   هلې ځلې کوي  او پدې اړه يي  عظیمه ارده  تل ښودلې ده ،  خو له بده مرغه چې  نن  ورځ  دوست او متفق هیواد ، پر ځای ددې چې  د ترکیې ددې هلو ځلو او صمیمیت نه ملاتړ وکړي  ،  د هغه برخو  نه  چې د سولې پر ځای د نښتې او جګړې ملاتړ کوي او پدې لاره کې د خپل وس او توانه پورې هڅې کوي  ملاتړ کوي  ، چې دا  د ټولو لپاره د خواشینۍ  ځای دی.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  تر ننه پورې  په تاریخي  مسایلو  او ترخو  پیښو  سیاست کولو  هیچا ته کومه  ګټه نده رسولې.  سره ددې چې ټول  پدې خبره ښه اګاه  دي  خو بیا هم  هر کال  په معلوم  تاریخ  دریم ګړي هیوادونه  د خپلو ګټو په خاطر  د دوستۍ ، سولې او ثبات  په اړه امیدونه او هیلو ته د ګواښونو د مخامخولو سربیره  په ښکاره توګه  بې حرمتي کوي. د همدې امله  د امریکا  متحده ایالتونو اداره  د تاریخي پیښو په اړه  عادلانه ، بې طرفه  او هر اړخیز  چلند  او دریځ  غوره کولو ته  رابولو.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر باراک اوباما  د ۱۹۱۵ کال  د ارامنه  ادعاګانو په اړه په خپله وینا کې  د نوموړو پيښو نه  د یو ستر فلاکت په توګه یادونه کړې وه.

 



اړوند خبرونه