د ترکیې په اړه د اروپا د پارلمان د راپور په اړه د ترکیې سخت غبرګون

د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې په اړه د جوړ شوي پرمختګ راپور په اړه د ترکیې ملي شورا سخت غبرګون څرګند کړ.

471347
د ترکیې په اړه د اروپا د پارلمان د راپور په اړه د ترکیې سخت غبرګون

د ترکیې په ملي شورا کې د اروپا د پارلمان سره د مطابقت د کمیسیون ریس محمد قاسم ګل پنار د نوموړي راپور په اړه چې یو ځل بیا پکې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو نه یادونه شوې نیوکه وکړه.

هغه وویل چې پدې راپور کې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو نه یادونه د راپور ډاډمنتیا ته ستر زیان رسولی دی . پدې راپور کې د تاریخي پیښو په اړه د ناسمو او بې بڼسټه معلوماتو ورکولو سربیره د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د اړیکو سره په ټکر کې مسلو ته ځای ورکړ شوی دی .

ګل پنار وویل چې سږنی راپور د ترکیې لپاره هیڅډول کوم حکم نلري او د اعتبار وړ هم ندی. دا راپور به هر څه ژر بیرته د اروپا پارلمان ته اعاده کړي.

هغه ویلي دي چې پدې راپور کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د فعالیتونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې د مبارزې نه هم یادونه نده کړې.

د ویلو ده چې د ترکیې د اروپايي چارو وزیر او د ټولنې سره سرمرکچي ولکان بوزکر تیره ورځ ویلي وو چې د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې په اړه جوړ شوی راپور د ترکیې لپاره هیڅډول کوم حکم نلري او د اعتبار وړ هم ندی. هغه هم ویلي وو چې هر څه ژر به دا راپور بیرته د اروپا پارلمان ته واستوي.

وزیر وویل چې د ترکیې په تاریخ کې د شرم نه ډکه کومه مسله او یا لکه شتون نلري، زمونږ ټول ارشیفونه د نړۍ پر مخ پرانیستي دي. د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه پریکړه د تاریخ پوهانو کار دی نه د یو پارلمان. سیاستوال هیڅوخت تاریخ لیکلی نشي . د تاریخي پیښو په اړه باید سیاسي پریکړې نشي.



اړوند خبرونه