د ترکیې د دیني چارو ریس په امریکا کې د اسلامي مرکز نه لیدنه وکړه

د ترکیې د دیني چارو ریس په امریکا کې د ترکیې لخوا جوړ شوي د اسلامي مرکز نه لیدنه وکړه

461133
د ترکیې د دیني چارو ریس په امریکا کې د اسلامي مرکز نه لیدنه وکړه

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور ډاکټر محمد ګورمز د ترکیې لخوا د امریکا د ماري لاند په ایالت کې جوړ شوي د اسلامي مرکز نه لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې د ترکیې د دیني چارو ریس پرون د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یو ځای امریکا ته سفر وکړ.

په امریکا کې د ترکیې لخوا جوړ شوی اسلامي مرکز به د اپریل په دویمه نیټه د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ترکېې د دیني چارو د ریس او ګڼ شمیر نورو جګپوړو چارواکیو په ګډون پرانیستل شي.

د ترکیې د دیني چارو ریس د نوموړي مرکز نه د لیدنې پر مهال وویل چې دا مرکز به یواځې مسلمانانو ته نه بلکې د نورو دینونو او عقیدو لارویانو ته هم خدمات ورکړي. د اسلام مبارک دین په اړه به هر چا ته معلومات ورکړي.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې پدې کچه یو لوی اسلامي مرکز جوړیږي.

د ترکیې د دیني چارو ریس د نوموړي مرکز نه د لیدنې نه وروسته د مرکز د معمارۍ په اړه د انجینیرانو او کارګرانو سره هم لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې ددې اسلامي مرکز په چوکاټ کې په امریکا کې د لومړي ځل لپاره د غبرګو منارو خاوند یو ډیر ستر جامع جومات هم جوړ شوی دی .

پدې مرکز کې د جامع جومات سربیره کولتوري مرکز، میلمستون، د کنفرانس سالون، د ټولنیزو فعالیتونو مرکز، سپورت سالون، موزیم، کتابتون او د غونډو لوی سالون هم شتون لري.

په نوموړي اسلامي مرکز کې جامع جومات په ۱۸۷۹ متر مکعب مځکې د پاسه جوړ شوی دی. دا جامع جومات د حویلۍ او برنډو سره یو ځای په یو وخت کې د نږدې ۳۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د عبادت کولو په لویوالي جوړ شوی دی .



اړوند خبرونه