د افغان - ترك د دوستۍ د ۹۵مې كليزې په وياړ

۹۵ كاله وړاندې د ۱۹۲۱ ميلادي كال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه په مسكو كې د دواړو هېوادونو د رسمي چارواكو ترمېنځ د دوستۍ او متقابلو همكاريو تړون لاسليك شو.

442145
د افغان - ترك د دوستۍ د ۹۵مې كليزې په وياړ



دا تړون تر ننه پورې د تركيې – افغانستان ترمېنځ د ډپيلوماټيكو اړيكو د څرنګوالي اساس جوړوي. ددې تړون له مخې تركيې د افغانستان د استقرار، رفاه او سولې په ډګر كې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړې. تركيې د ښوونې، پراختيا او روغتيا ترڅنګ په نظامي ډګر كې هم د افغانستان سره همكاري پيل كړه.د كابل د طبي علومو د پوهنتون، د كابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي او د پوليسو د اكاډيمۍ د بنسټ ډبره د تركي پوهانو لخوا كېښودل شوه. وروسته په لسګونه تركي استادان كابل ته لاړل تر څو پدې پوهنځيو او د پوليسو په اكاډيمۍ كې په زرګونه افغان زده كوونكي وروزي.
په افغانستان كې د ۲۰۰۱ كال نه وروسته تركيې يو ځل بيا خپلې مرستې او همكارۍ ته دوام وركړ. تركيې تر اوسه پورې د ۳۰۰ ميليونو ډالرو مستقيمو مرستو په ترسره كولو سره پخپل تاريخ كې د يو بهرني هېواد سره تر ټولو زياتې مادي مرستې كړي دي.
په افغانستان كې د تركيې لخوا تر ۸۰۰ زياتې عمراني او پراختيايي پروژې پاى ته رسېدلي دي. سربېره پر دې تركيې وعده وكړه چې د ۲۰۱۵ كال نه تر ۲۰۱۷ ميلادي كاله پورې به په افغانستان كې د ۱۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پروژې پاى ته ورسوي. سربېره پر دې د نړيوال سوله ساتي ځواك آيساف په چوكات كې به ۶۰ ميليونه ډالره نور هم ولګوي.
د سولې د بهير سره مرستې
تركيې په افغانستان كې د سولې او د پاكستان په ګډون د ګاونډيو هېوادونو ترمېنځ د ستونزو د آواري په ډګر كې هم مهم ګامونه پورته كړي دي. د افغانستان – پاكستان- تركيې په ګډون د درې اړخيزو سرمشريزو بهير اوس هم دوام لري چې هر كال د درې واړو هېوادونو مشران سره راټولوي. دد تر څنګ تركيې د استابول د بهير په نامه يو نوى ابتكار هم وكړ چې د سيمې او نړۍ ۱۴ مهم هېوادونه يې غړيتوب لري.
په كابل كې د تركيې پخواني سفير اسماعيل ارامز د ناټو د ځانګړي ملكي استازي په توګه د جنورۍ په لومړۍ نېټه په دنده پيل وكړ.
په افغانستان كې د نړيوال سوله ساتي ځواك آيساف د دندې د مودې د پاى ته رسېدلو سره سره تركي ځواكونه د افغان امنيتي ځواكونو په ښوونه او روزنه بوخت دي.



اړوند خبرونه