نړیوال بانک سږ کال د تورکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه له ۲.۷ سلنې څخه ۳.۲ سلنې ته لوړه کړې ده.

د اروپا او منځنۍ اسیا سیمې لپاره د بانک لخوا چمتو شوي اقتصادي تازه راپور کې، د تورکیې د اقتصاد په اړه وړاندوینې هم شاملې دي.

1971349

په راپور کې ویل شوي چې د تورکیې اقتصاد به سږ کال ۳.۲ سلنه او راتلونکي کې ۴.۳ سلنه وده وکړي.

نړیوال بانک د جنورۍ په میاشت کې په خپلو وړاندوینو کې وړاندوینه کړې وه چې د تورکیې اقتصاد به په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۷ سلنه او په ۲۰۲۴ کال کې ۴ سلنه وده وکړي.

په راپور کې یادونه شوې چې په ۲۰۲۵ کال کې به د تورکیې اقتصاد ۴،۱ سلنه وده وکړي.

په راپور کې ویل شوي، چې په تورکیه کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه شوې زلزلې شاوخوا ۳۴.۲ میلیارده ډالره زیان اړولی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید  ۴ سلنه جوړوي.

راپور کې ویل شوي چې د ټولو پرمختګونو او بیارغونې کارونو اصلي لګښت د مستقیم زیان دوه چنده کیدی شي، او ویل شوي چې د دولت  لخوا  روان د بیارغونې او مرستو له برکته  په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې په اوسط ډول ۴ عشاریه ۲ سلنه وده کیدی شي.

اړوند خبرونه