د نړۍ په بازارونو کې د توکو بیه د بې ساري لوړیدو سره نړۍوال اقتصاد د جدي‌ ننګونو سره مخامخ کړی دی

په نړۍوال کچه د انرژۍ ، تیلو، اجناسو او خوراکي‌ توکو بې ساري لوړوالي‌ نړۍوال اقتصاد د جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

1792010
د نړۍ په بازارونو کې د توکو بیه د بې ساري لوړیدو سره نړۍوال اقتصاد د جدي‌ ننګونو سره مخامخ کړی دی

 

په نړۍوال کچه د انرژۍ ، تیلو، اجناسو او خوراکي‌ توکو بې ساري لوړوالي‌ نړۍوال اقتصاد د جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

 

د اوکراین او روسیې ترمنخه د جګړې له امله د تیلو نه نیولې تر فلزاتو ، د کرنیزو توکو نه نیولې تر سکرو  پورې د چا خبره د ټولو اجناسو بیه په بې ساري‌ توګه لوړ شوي‌ دي.

 

نړۍوال اقتصاد چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ  د منفي اغیزو نه تر اوسه پورې ژغورل شوی  ندی  یو ځل بیا ژور ټکان ولید.

 

په نړۍوال اقتصاد کې ستونزې لا په ژوریدو دي.

 

لویدیځو هیوادونو  د روسېې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله پدې هیواد د لګولو قوي‌ بندیزونو له امله په نړۍوالو بازارونو کې د  تیلو نه نیولې تر ګازو، د سکرو نه نیولې کرنیزو توکو او هر څه بیې په بې ساري‌ توګه لوړې شوې دي.

د ډاچ ټي‌ ټي‌ ایف په نامه د ګازو انلاین نړۍوال هالنډي‌ شرکت د شمیرو له مخې په اروپا کې د ګازو بیه لس برابره لوړه شوې ده.

 

ددې شرکت د شمیرو له مخې پداسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د نښتې د پيلیدو نه یوه ورځ مخکې یعنې د فبروري‌ په ۲۳ مه نيټه د في‌ میګاواټ ساعت ګازو بیه ۸۸ عشاریه ۳ ایرو نه  د ۲۹۲ سلنې په لوړیدو سره ۳۴۵ ایرو ته لوړه شوې ده .

 

همداشان د برینت تیلو د في‌ بیلر بیه چې ۹۶ عشاریه ۹ ډالره وه  د ۳۳ عشاریه ۳ سلنې په لوړیدو سره ۱۳۰ عشاریه ۷ سلنې ته لوړه شوې ده . د ویلو ده چې د تیلو بیه د ۲۰۰۸ کال راهیسې د لومړي‌ ځل لپاره پدې اندازه لوړه شوې ده .

همداشان د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د روسیې په  تیلو او انرژۍ  د بندیز لګولو سره کیدای شي‌ چې دا بیه لا پسې لوړه شي.

 

همداشان د فبروري‌ په ۲۳ مه نیټه د ډبروسکرو بیه ۲۰۰ ډالره وه چې  د ۱۴۲ عشاریه ۵ سلنې په لوړیدو سره ۴۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده .

 

د روسیې او اوکراین ترمنځه جګړې په نړۍوال بازارونو کې د فلزاتو بیه هم ډیره زیاته لوړه کړې ده . د فبروري‌ د ۲۳ او مارچ تر ۷ نیټې پورې په تیرو دوو اونیو کې په نړۍوالو بازارونو کې د مسو بیه لس سلنه لوړه شوې او في‌ ټن بیه د لسو زرو امریکايي ډالرو نه واوښته.

 

همداشان د المونیم بیه شل سلنې په لوړیدو سره د ۳۳۸۸ امریکايي ډالرو نه ۴۰۷۳ امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده .

 

تر ټولو مهم د کرنیزو توکو بیه ډیر زیاته لوړه شوې ده .

 

په تیرو دوو اونیو د غنمو بیه د ۴۷ عشاریه ۸ په لوړیدو سره ۱۲ عشاریه ۹۴ ډالر ته رسیدلي دي. د ویلو ده د غنمو د تولید په برخه کې په نړۍ کې لومړی مقام لري. دا هیواد د نړۍ ۱۸ سلنه غنم په یواځې ځان تولیدوي. د کرنیزو محصولاتو د صادراتو نه د روسیې کلني‌ عواید ۳۶ میلیارده ډالر دی .

 

همداشان اوکراین بیا د نړۍ د غنمو ۷ سلنه تولیدوي چې د نړۍ پنځم د غنمو ستر تولیدونکی هیواد دی.

پدې هیواد کې د جګړې له امله تولیدات په ټپه دریدلي‌ دي‌ چې دې په نړۍوالو بازارونو هم ډیره منفي‌ اغیزه کړې ده.



اړوند خبرونه