د فرانسې د بوردو په ښار کې چاودنه شوې
د فرانسې د بوردو په ښار کې په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې درنده چاودنه شوې
1578405

د فرانسې په سویل لویدیځ کې د بوردو په ښار کې په د استوګنې په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې درنده چاودنه شوې.
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا ودانۍ يي هم لړزولي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي او دوه تنه نور لا درکه شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د لومړنیو څیړونو له مخې چاودنه د ګازو په نللیکه کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده .
همداشان چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا یو زیات شمیر ودانیو او تجاري مرکزونو کړکۍ او هیندارې يي ماتې کړي دي.