د ترکیې د انګورو  صادرات  ۱۵ سلنه لوړ شوي دي.

ترکیې سږ کال د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت انګور صادر کړي دي

1302049
د ترکیې د انګورو  صادرات  ۱۵ سلنه لوړ شوي دي.

 

ترکیې  د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې  د تیر کال په پرتله د انګورو صادرات  د ۱۵ سلنه په لوړیدو سره  ۱۲۰ میلیونو ډالرو ته  رسیدلي دي.

د ترکیې د ایژې سیمې د صادراتو د ټولنې  د شمیرو له مخې  ترکیې  د روان میلادي کال  د جنوري د  جون د لومړۍ  او اکتوبر د ۳۱ مو نيټو ترمنځه ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت انګور صادر کړي دي.

ترکېې تیر کال  په همدې موده  کې  د ۱۰۳ میلیونو ډالرو په ارزښت انګور صادر کړي وو  چې  سږ کال  بیا دا صادرات ۱۲۰ میلیونو ډالرو ته  لوړ شوي دي.

ترکیه تر ټولو زیات  صادرات  روسیې، اوکراین او جرمني ته  لري  .


پيوندونه: #صادرات , #انګور , #ترکیه

اړوند خبرونه