د جي شل سازمان سرمشریزه پيل شوه

د جاپان د اوساکا په ښار کې جوړه شوې د جي شل سازمان سرمشریزه  د کوربه هیواد د لومړي وزیر شینزو ابې لخوا د میلمه مشرانو  نه د هرکلي  او په ټولنیزه توګه  د عکسونو د اخیستو نه وروسته  رسمآ پیل شوه.

1226741
د جي شل سازمان سرمشریزه پيل شوه
erdogan g20-2.jpg
erdogan g20-1.jpg

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې د جي شل په سرمشریزه کې ګډون کړی دی په ټولیزه عکسونو کې برخه واخیسته.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس  فخرالدین التون  د ټولنیزې مډیا له لارې  د جي شل د سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د مشرانو سره د لیدنې پر مهال د  ولسمشر اردوغان  اخیستي عکسونه  خپاره کړل.

ولسمشر اردوغان  د روسېې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره لیدنه کړې.

ولسمشر اردوغان  وروسته د نوموړو مشرانو سره په ګډه  د دجیتل اقتصاد تر عنوان لاندې په ورکشاپ کې ګډون وکړ. د نوموړي ورکشاپ نه وروسته  مشرانو په کاري میلمستیا کې ګډون وکړ.

د ډوډۍ نه مخکې  ولسمشر اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لنډې خبرې وکړې. پدې لنډو خبرو کې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  او د مالیې او خزانې وزیر برات البیرق هم  شتون درلود.

ولسمشر اردوغان  د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې په دوه په دوه لیدنو هم  پیل وکړ.

ولسمشر اردوغان د نوموړو لیدونو په چوکاټ کې د نړۍوال بانک د رئیس داوید مالپاس سره  ولیدل. لیدنې نیم ساعت دوام وکړ.

ولسمشر اردوغان وروسته د فرانسې د ولسمشر سره  لیدنه وکړه.

دا لیدنه چې د بندو دروازو  ترسره شوه یو ساعت يي دوام وکړ.

پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو،د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن هم  ګډون کړی وو.



اړوند خبرونه