په نړۍ كې د بې عدالتۍ اوج

په نړۍ كې ۸ تنه ميلياردران د ټولې نړۍ د نفوسو نفوسو تر نيمايي زياته پانګه لري.

652518
په نړۍ كې د بې عدالتۍ اوج

 

په نړۍ كې ۸ تنه ميلياردران د ټولې نړۍ د نفوسو نفوسو تر نيمايي زياته پانګه لري.

د اكسفام نړيوالې مرستندويې د يو راپور له مخې څرګنده كړې ده چې په نړۍ كې  اته تنه شتمن ميلياردران دومره پانګه لري چې د ټولې نړۍ د نيمايي نفوسو تر پانګې ډېره ده.

د اكسفام ټولنې چې مركز يې په لندن كې دى د يو راپور له مخې څرګنده كړه چې د مايكروسافټ د كمپنۍ مشر بېل كېټس په ګډون د اتو تنو ميلياردرانو پانګه شاوخوا ۴۲۶ ميليارده ډالره ده. دا پانګه د نړۍ د ۳،۶ ميلياردو د نفوسو پانګې هومره ده.

د فوربس د اقتصادي مجلې د شمېرو له مخې د نړۍ د تر ټولو شتمنو انسانانو لست موږ سره مرسته كوي چې په ټوله نړۍ كې د بې عدالتۍ د لاملونو په اړه فكر وكړو. همدا راز دا لست په عين حال كې په امريكا كې د ولسمشر په توګه د ډانلډ ټرمپ ټاكل كېدل، له اروپايي ټولنې د انګلستان وتل او داسې نورې مهمې سياسي پېښې هم څرګندوي.

په نړۍ كې د ماليې د وركولو نه تېښته، د لويو نړيوالو شركتونو لخوا د ځايي كوچينو شركتونو او كارګرانو استثمار او داسې نورې پېښې ددې سبب شوي دي چې شتمن كسان لا زيات شتمن او بېوزله، لا زيات بېوزله شي.

په راپور كې وړاندوينه شوې ده چې په راتلونكو ۲۰ كلونو كې به د نړۍ د تر ټولو شتمنو ۵۰۰ كسانو پانګه تر ۲.۱ تريليونو ډالرو واوړي.

د نړۍ په سطحه د بېوزلو كسانو عايد د ۱۹۸۸م كال راهيسې تر ۲۰۱۱ كاله لورې يواځې ۳ ډالره زيات شوى دى. دا په داسې حال كې ده چې د شتمنو كسانو عايد په همدې موده كې ۱۱ زره او ۸۰۰ ډالره زيات شوى دى.

د نړۍ تر ټولو شتمن كسان په ترتيب سره پدې ډول دي.

۱ – د مايكرو سافټ د كمپنۍ ريس بېل ګېټس: ۷۵ ميليارده ډالره

۲ – د اسپانيا د هېواد د نامتو برانډ زارا خاوند امانيسيو اورتېګا: ۶۷ ميليارده ډالره

۳ – په امريكا كې د والمارت د مغازو د ځنځير خاوند وارنر باېفت: ۶۰،۸ ميليارده ډالره

۴ – د مكسيكو د هېواد يو سوداګر او پانګه وال كارلوز سلېم: ۵۰ ميليارده ډالره

۵ – د آمازون د سوداګريزې وېبپاڼې خاوند جېف بېزوس: ۴۵،۳ ميليارده ډالره

۶ – د فېسبوك موسس او مشر مارك زاكربېرګ : ۴۴.۶ ميليارده ډالره

۷ – د اوراكل د شركت مشر لېري اليسون: ۴۳،۶ ميليارده ډالره

۸ – امريكايي پانګه وال مايكل بلومبرګ: ۴۰ ميليارده ډالره


پيوندونه: #شتمن , #نړۍ , #امريكا

اړوند خبرونه