اوس وار د روسيې د اقتصاد دى!

د تركيې لخوا د هوايي حريم نه د سرغړونې په پايله كې د نسكورې شوې روسي جنګي الوتكې د پېښې نه د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې

407769
اوس وار د روسيې د اقتصاد دى!

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پېښې نه سمدستي وروسته پر تركيې باندې د فشار راوړلو په موخه پرته له دې چې د خپلو اقتصادي مشاروينو سره مشوره وكړي، په يو لړ اقتصادي بنديزونو باندې لاس پورې كړ چې دا بنديزونه دواړو هېوادونو ته زيان رسوي. ځكه چې دواړه هېوادونه په سيمه كې تر ټولو لوى اقتصادي شريكان دي. د تركيې او روسيې ترمېنځ د سوداګرۍ حجم ۳۰ ميلياردو ډالرو ته رسيږي. روسيه د تركيې نه د خوراكي موادو، صنايعو، نساجۍ، توريزم، وچې او تازه مېوې او ساختماني چارو په برخه كې واردات لري چې په مقابل كې تركيې ته نفت او ګاز صادروي.
روسي مقاماتو هيله درلودله چې په روسيه كې د تركي مالونو تحريم او پر وارداتو باندې د بنديز په لګولو سره به د انقرې چارواكي دې ته اړ باسي چې بښنه وغواړي او په سوريه كې خپل بايلل شوى اعتبار به بيا ترلاسه كړي خو تركانو بيا پدې برخه كې په خپل حقانيت ټينګار وكړ او د شاتګ د دريځ سره يې مخالفت وښود.
د تركيې د ماليې وزير تېره اونۍ وويل چې د روسيې لخوا اقتصادي بنديزونه به په اوږدمهاله موده كې د تركيې اقتصاد ته زيان و نه رسوي. ځكه تركيه ددې وړتيا لري چې خپلو صادراتي مالونو ته نور بازارونه ومومي.
شنونكي وايي چې پر تركيې باندې د اقتصادي بنديزونو د لګولو اصلي بايلونكى لورى پخپله روسيه ده. اوس ددې وار راغلى دى چې روسيه په خپل لاس د رامنځته كړي كړكېچ تاوان وركړي.

پر صنايعو د بنديزونو پايلې


په دې وروستيو دوو اونيو كې په روسيه كې د يو زيات شمېر توليدي فابريكو كارونه ځكه په ټپه درېدلي دي چې د تركيې نه ورته خام مواد او پرزې نه رسيږي.
د سن پېټرزبورګ په ښار كې د موټر جوړولو او يخچال، برقي جارو، منقل او داسې نورو شيانو په څېر د كور د الكترونيكي سامان آلاتو د توليدي فابريكو كارونه د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. ددې توليداتو ځينې مهمې پرزې او ټيكنالوژي پخوا په تركيه كې توليدېدلې او بيا وروسته روسيې ته صادرېدلې.
د سن پېټرزبورګ چارواكو مركزي حكومت ته د يو ليك په لېږلو سره خبردارى وركړى چې په راتلونكو څو ورځو كې له تركيې د اړوندو پرزو د نه را رسېدلو په صورت كې به فابريكې وتړل شي. دوى په ليك كې د ګمرك د چارواكو نه غوښتنه كړې ده چې تركي سامان الاتو ته دې اجازه وركړل شي.
په روسيه كې د نيسان، ټويوټا، هيونډا او مان په څېر د نړيوالو شركتونو د موټرو فابريكې فعاليت كوي چې ۸ زره كسانو ته په كې د كار زمينه برابره شوې ده.
د وچې او تازه مېوې او سبزۍ پر سر د بنديزونو پايلې


د رسويې د ريانووستي د خبري آژانس د معلوماتو په اساس له تركيې نه د وچې او تازه مېوې او سبزۍ په وارداتو باندې بنديزونه به هېوادوال د ستونزو سره مخامخ كړي. ځكه چې روسيه د تركي محصولاتو په برخه كې ۶۷ سلنه تركيې ته محتاجه ده.
د جامو او نساجۍ په برخه كې ستونزې
روسيه همداراز د جامو او نساجۍ په برخه كې هم د تركيې په صادارتو باندې ولاړه ده. په هېواد كې تيارې جامې د تركيې نه وارديږي. حتى په روسيه كې دننه فابريكې هم د تريې نه د رختونو او نورو نساجي محصولاتو په واردولو سره فعاليت كوي. د الوتكې د كړكېچ نه وروسته په روسيه كې د جامو بيه هم لوړه شوې ده.
حتى د روسي خبري رسنيو د معلوماتو په اساس د جامو جوړولو يوې فابريكې پرېكړه كړې وه چې داسې جاكټونه جوړ كړي چې د تركيې ضد شعارونه پرې چاپ شوي وي خو د تركيې نه د خامو موادو او ټوټې په وارداتو باندې د بنديز له امله نشي كولاى چې خپلې موخې ته ورسيږي!
شنونكي په دې اند چې دا غير عاقلانه اقدامات به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زيان ورسوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه