د ترکیې د صنايعو توليدات زيات شوي دي.
د تركيې د احصايې د ادارې د شمېرو له مخې په هېواد كې د صنايعو توليدات د روان ميلادي كال د اپرېل په مياشت كې د تېر كال د همدې مودې په پرتله ۴،۶ سلنه زيات شوي دي. دا پداسې حال كې ده چې د وړاندوينې له مخې دا كچه بايد ۳.۹ سلنه واى.
88035

د هېواد د صنعتي پراختيا اصلي سكتور بيا د كانونو د استخراج برخه ده. د اپرېل په مياشت كې دې سكتور ۹،۳ سلنه وده كړې ده. په ورته ډول په تركيه كې د الكترونيك، ګازو، د بخار ماشينونو او اېر كاندېشنونو سكتور په ترتيب سره وده كړې ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .