د صادارتو د کچې د لوړیدو سره د جاري کسر کچه راټیټه شوه

77529
د صادارتو د کچې د لوړیدو سره د جاري کسر کچه راټیټه شوه

د صادارتو د کچې د لوړیدو سره د جاري کسر کچه راټیټه شوه

د ترکیې د احصایې ادارې د ګمرک او سوداګرۍ د وزارت په همکارۍ د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتې د بهرنیو صادارتو ارقام  خپاره کړل.

د نوموړو ارقامو  له مخې د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله  د صادراتو کچه ۷ عشاریه ۹ سلنه لوړه شوې او ۱۳ میلیاردو ۴۴۹ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.

همداشان په همدې میاشت کې  د وارداتو کچه نهه عشاریه پنځه سلنه راټیټه شوې او ۲۰ میلیارده ۶۶۲ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې ده.

پدې موده کې  د هیواد په بهرنیو صادارتو کې کسر ۳۰ سنله راټیټ شوی او د لسو میلیاردو ډالرو نه  څه کم  ۷ میلیاردو ډالرو ته راټیټ رارسیدلی دی .

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کې  د هیواد صادارتو د وارداتو په پرتله ۵۴ عشاریه ۶ سلنه وو چې سږ کال د اپریل په میاشت کې ۶۵ عشاریه یو سلنې ته لوړ شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه