په نړۍ کې تر ټولو لوی د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ فیستیوال ټکنو فسټ په سامسون ولایت کې پيل شو
د نړۍ ترټولو لوی هوايي چلند، فضا او ټیکنالوژۍ فستیوال TEKNOFEST په سامسون کې د لیدونکو لپاره خپلې دروازې پرانیستې.
1873778
![په نړۍ کې تر ټولو لوی د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ فیستیوال ټکنو فسټ په سامسون ولایت کې پيل شو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a36e/4f95/72d2/630dcb5b2f958.jpg?time=1722043813)
د نړۍ ترټولو لوی هوايي چلند، فضا او ټیکنالوژۍ فستیوال TEKNOFEST په سامسون کې د لیدونکو لپاره خپلې دروازې پرانیستې.
د تورکیې د ټیکنالوژۍ ټیم ( ټي ۳ بڼسټ ) او د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت تر مشرۍ لاندې تنظیم شوی ټکنوفسټ توره بحیره ، TEKNOFEST BLACK SEA د سامسون ولایت د چارشامبا هوایی ډګر کې پیل شو.
د فستیوال د یوې برخې په توګه، مختلف نندارتونونه او د ټیکنالوژۍ سیالۍ به د اګست له ۳۰ څخه تر سپتمبر ۴ نیټې پورې دوام وکړي.
پدې فیستیوال کې به د تورکیې د هوايي چلند او فضا صنعت، د بې پیلوټه جنګي وسایطو، چورلکو او جټ الوتکو کورني او ملي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي. په فیستیوال کې د عامه ادارو او سازمانونو لخوا تولید شوي بریښنایی موټرونه هم شتون لري.