د ترکیې لومړنی بحري ملي توغندی په بریالیتوب سره وازمایل شو
د ترکیې لومړنی بحري ملي توغندی اتماجا د د ټي سي جي قنالي ادا ملي کښتۍ سره په بریالیتوب سره وازمایل شو.
پداسې حال کې چې د دې ملي توغندي ازمایښتونه به دوام وکړي په ۲۰۲۰ کال کې به د ترکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي.
د اتماجا بحري توغندی د اوږد واټن، په ډیره ټیټه کچه د مسیر ښودو او لوړ هدف د ویشتو په ټکنالوژۍ سمبال یو توغندی دی.
د اتماجا د توغندي سیستم د هوا په هر ډول شرایطو کې د استفادې وړ یو ډیر پرمختللی سرګلولې خاوند دی. د متقابلو تدابیرو په پر وړاندې د ځانګړې مقامت نه برښمند، د هدف د ابډیټ کولو، له سره د برید کولو او برید نه وروسته د برید د لغوه کولو په ځانګړتیاوو سمبال دی. دا توغندی د روتینګ د درې بودي سیستم په واسطه ثابت او د حرکت په حال کې د استفادې وړ دی.
د اتماجا دا زیرک توغندی د لوکشن د نړۍوال سیستم، د اندازې د واحد سیستم، د بارومتریک اتفاع ټاکونکي سیستم او رادار ټاکونکي سیستم باندې سمبال دی. دا توغندی ددې سیستمونو نه په ګټه پورته کولو سره خپل هدف په ډیر حساسیت د فعال رادار نه په استفادې سره موندلی شي.
دا توغندی چې د ۲۰۰ کیلومتره په واټن جوړ شوی دی د لید کرښې نه پورې غاړې ته هم د خپل هدف د منځه وړو توان او ظرفیت لري.
دا توغندی به د ازمایښتونو د سرته رسیدو نه وروسته لومړی د هیواد د ملي کښتۍ میل ګام کې نصب کړی شي. دا توغندی به د هیواد په سمندري ځواکونو کې د امریکا د هارپون توغندي ځای ونیسي.
د ویلو ده چې دا توغندی د خپلو همکتارانو په منځ کې د ډیرو ځانګړو سیستمونو او ځانګړتیاوو نه برښمند دی.