ايران نوى توغندى وآزمايلو!
ايراني چارواكو څرګنده كړه چې د هرمز – ۲ په نامه باليستيكي توغندى يې په برياليتوب سره آزمايلى دى.
688404
د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو د هوايي – فضايي چارو قوماندان جنرال اميرعلي حاجي زاده څرګنده كړه چې د هرمز – ۲ په نامه باليستكي توغندى يې په برياليتوب سره آزمايلى دى.
د ايران د تنسيم د خبري آژانس د خبر پر اساس دا توغندى چې تر ۳۰۰ كيلومترو پورې واټن ويشتلى شي په روانه اونۍ كې وآزمايل شو.
حاجي زاده څرګنده كړه چې هرمز – ۲ توغندى چې د بحري دفاعي سيستم د پياوړتيا په موخه جوړ شوى دى، د آزمايښت پر مهال يې ۲۵۰ كيلومتره لرې هدف په برياليتوب سره وويشتلو.
دا توغندى كولاى شي چې په هوا كې متحرك اجسام په نښه كړي.
د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړې له مخې ايران نشي كولاى چې د اټومي سرګلولې انتقالوونكى باليستيكي توغندى و آزمايي.