آيا چين له روسيې د وسلو ټېكنالوژي غلا كوي؟
داسې رپوټونه شته دى چې د چين هېواد له روسيې په پرمختللې ټيكنالوژۍ سمبالې جنګي جټ الوتكې پېري او بيا يي كاپي جوړوي.
د نشنل انټرسټ په نامه د نظامي چارو مجلې ليكلي دي چې كه څه هم چين د J-20 په نامه پرمختللې جنګي جټ الوتكه جوړه كړې ده خو اوس هم له روسيې پرمختللې الوتكې واردوي.
د مسكو او چين ترمېنځ د لاسليك شوي تړون پر اساس روسيه بايد د روان كال تر پايه پورې چين ته ۴ دانې Su-35 ډوله پرمختللې نظامي الوتكه وسپاري. همداراز په راتلونكو ۳ كلونو بايد د ۲ ميلياردو ډالرو په ارزښت ۲۰ دانې نورې جنګي الوتكې هم چين ته وركړي.
ددې سره سره چين ددې الوتكو د ټېكنالوژۍ په كاپي كولو بوخت دى. ددې په پايله كې روسيه دې ته اړه شوه چې د Su-35 ډوله تر ټولو پرمختللو الوتكو د ټېكنالوژۍ د ساتنې په موخه د چين سره يو بل تړون لاسليك كړي چې له مخې يې چين نشي كولاى چې ددې الوتكې ټيكنالوژي كاپي كړي.
ځكه چې چين پخوا هم د شينيانګ J-11، J-15 او J-16 جټ الوتكو د جوړولو پر مهال د روسيې د هېواد Su د ماډلونو نه ټېكنالوژي كاپي كړې وه.
د همدې امله د چين وروستۍ جوړه كړې الوتكه J-20 د روسيې د پرمختللې الوتكې Su-35 ته ډېره ورته ده.
په پورتني تصوير كې د امريكا، روسيې او چين د هېواد پرمختللې الوتكې ليدلى شئ.
نشنل انټرسټ ليكلي دي چې د تړون سره سره چين د ټېكنالوژۍ په برخه كې د روسيې الوتكو ته ډېره اړتيا لري. ځكه چې چين د الوتكو د ماشين د جوړولو په برخه كې تر خپلو نورو رقيبانو ډېر وروسته پاتى دى. كه چېرې داسې نه واى نو چين به د روسيې Su-35 ډوله الوتكه نه اخيستله.