په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۸۵۹ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه اسپانیا د مراکش پر خلاف جګړه اعلان کړه.
د ۱۹۲۳ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه د ترکیې ملي شورا د تاریخي اجلاس په ترڅ کې نړۍ ته د ترکیې سیاسي رژیم جمهوریت اعلان کړ. همداشان د جمهوریت د اعلانیدو نه وروسته د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی کمال اتاترک د ترکیې جمهوریت د لومړي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ۱۹۲۹ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه نړۍ د لومړي ځل لپاره د نړۍوال اقتصادي بحران سره معرفي شوه. د نیویارک د ونډو په بازار کې ونډو په کامله توګه خپله بیه د لاسه ورکړ او بازار افلاس وکړ. لومړی په امریکا او وروسته په اروپايي هیوادونو کې ستر اقتصادي بحران دوره پیل شوه.
د ۱۹۹۲ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه قراقستان او ترکمنستان خپل سفارتونه لومړی په ترکیه کې پرانیستل.
د ۲۰۰۶ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه د نایجریا د پلازمینې ابوجا نه یوه مساپر وړونکې الوتکه د الوتنې نه لنډه موده وروسته ولویده چې په نتیجه کې ۱۰۴ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړ.
د ۲۰۱۳ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه په استانبول کې د سمندر په تل کې د ریل سیستم مارمارای پرانیستل شو. لومړنی سفر يي د اوسکودار او یني کاپا ترمنځه وکړ.