په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۸۰ میلادي کال د سپټمبر په ۲۲ مه نیټه عراق د ایران پر خلاف رسمآ جګړه پیل کړه. عراق د ایران پر خلاف د جګړې د اعلانولو نه وروسته د تهران د مهرآباد د هوايي ډګر په ګډون په ۷ هوايي ډګرونو هوايي بریدونه پيل کړل او جګړه پیل شوه. دې جګړې چې ۸ کاله دوام وکړ په نتیجه کې نږدې یو میلیون تنه انسانانو ژوند د لاسه ورکړ.
د ۱۹۸۵ میلادي کال د سپټمبر په ۲۲ مه نیټه د فرانسې حکومت د جولای په لسمه نیټه د نوي زیلاند د اوک لانډ په بندر کې ډوبه شوې د ګرین پیس د سازمان اړوند کښتۍ د فرانسې د استخباراتو لخوا په ډوبولو اعتراف وکړ. حکومت اعتراف وکړ چې دا کښتۍ ددوې د استخباراتي جاسوسانو لخوا ډوبه کړې شوې ده .
د ۱۹۹۳ میلادي کال د سپټمبر په ۲۲ مه نیټه د امریکا د نیویارک میتروپولتین موزیم ته د ترکیې لخوا په غیرې قانوني توګه قاچاق شوي د قارون خزانه ترکیې ته بیرته اعاده کولو نه خبر ورکړ. ترکیې چې د ۱۹۸۷ کال نه په اعتبار سره د نوموړو تاریخي توکو په خاطر حقوقي بهیر پیل کړ او لنډه موده وروسته ۴۳۲ پارچې تاریخي توکي ترکیې ته وسپارل شول.