په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
1494203
![په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/98de/4a7a/116d/5c35ce992eb05.jpg?time=1718952786)
د ۱۷۹۲ میلادي کال د سپټمبر په ۲۱ مه نیټه د فرانسې د انقلاب نه وروسته جوړ شوي پارلمان د فرانسې زر کلن شاهي رژیم لرې او پر ځای په هیواد کې جمهوریت اعلان کړ. همداشان د فرانسۍ پاچا ۱۶ لوئیس د تخت نه د راښکته کولو نه ۴ میاشتې وروسته وطن ته د خیانت په تور اعدام کړی شو.
د ۱۸۵۸ میلادي کال د سپټمبر په ۲۱ مه نیټه انګلستان په هندوستان کې د بابر امپراتورۍ وروستۍ پاچا بهادر شاه له تخته ښکته کړ او پدې ډول په هندوستان کې د بابریانو امپراتوري ړنګه کړه.
د ۱۸۶۶ میلادي کال د سپټمبر په ۲۱ مه نیټه د انګلستان مشهور لیکوال چې د زمان ماشین او نړیو جګړه په څیر د اثارو سره ځانګړي شهرت ته رسیدلی وو هربرت جورج ولز وزیږید.