په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي.
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي.
د ۷۰ یم میلادي کال د سپټمبر په اومه نیټه د امپراتوري تیتوس په مشرۍ روم پوځونو د یهودیانو تر حاکمیت لاندې په بیت المقدس برید وکړ او اشغال يي کړ. د روم ځواکونو د بیت المقدس د اشغالونو نه وروسته دا ښار تالان کړ.
//////////////
د ۱۷۷۶ میلادي کال د سپټمبر په اومه نیټه په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د تحت البحري کښتۍ برید ترسره شو. امریکا متحده ایالتونو د خپلواکۍ د جګړې پر مهال جوړه کړې تحت البحري کښتۍ چۍ د نیویارک په بندر کې لنګر اچولی وو د انګلستان د سمندري ځواکونو اړوند د یوې جنګي کښتۍ لاندې ساعتي بمب ځای په ځای کړی وو چې وروسته يي دا تشبث ناکام شو. دا په تاریخ کې د تحت البحري کښتۍ لومړی برید وو خو هغه هم ناکامه شو.
//////////////
د ۱۹۴۰ میلادي کال د سپټمبر په اومه نیټه د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د جرمني هوايي ځواکونو په لندن باندې هوايي بریدونه چې ۵۷ ورځې يي پرته د ځنډه دوام وکړ پيل کړل.
دا بمباري په تاریخ کې د د بلیتز په نامه ثبت شوې ده