په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
1481697
د ۱۸۷۶ میلادي کال د اګست په ۳۱ مه نیټه د عثماني دولت پاچا پنځم مراد د تخت نه ښکته کړی شو او پر ځای د هغه ورور دویم عبدالحیمد په تخت کیناست او پاچا شو. سلطان دویم عبدالحیمد خان د عثماني امپراتورۍ د ۳۴م پاچا په توګه تر ۱۹۰۹ کاله پورې د عثماني امپراتورۍ مشري په غاړه درلوده.
//////////
د ۱۹۹۱ میلادي کال د اګست په ۳۱ مه نیټه قرغیزستان د شوروي اتحاد د ویشل کیدو نه وروسته خپله خپلواکي رسمآ اعلان کړه.
//////////////
د ۱۹۹۷ میلادي کال د اګست په ۳۱ مه نیټه د انګلستان شهزادګۍ دیانا د خپل ملګري دودي الفیض سره په پاریس کې په ترسره کړې ټرافیکي پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
///////////////
د ۲۰۰۵ میلادي کال د اګست په ۳۱ مه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو پل کې د رامنځته شوې ګڼې ګوڼې په نتیجه کې څه باندې ۱۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.