په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
![په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/98de/4a7a/116d/5c35ce992eb05.jpg?time=1719319373)
د ۱۵۲۶ میلادي کال د اګست په ۲۹ مه نيټه د قانوني سلطان سلیمان په مشرۍ عثماني ځواکونو د موهاچ په جګړه کې د مجارستان پوځ ته ستره ماتې ورکړه. پدې جګړه کې د مجارستان پاچا دویم لایوس ووژل شو او ددې هیواد یو ستره برخه د عثماني امپراتورۍ تر واک لاندې راغله.
///////////////
د ۱۷۵۶ میلادي کال د اګست په ۲۹ مه نيټه د پروسیا پاچا دویم فریدریک لخوا په ساکسونیا د برید سره د اروپا په کچه په ټولو هیوادونو کې جګړه پيل شوه چې ۷ کاله يي دوام وکړ.
////////////////
د ۱۹۱۵ میلادي کال د اګست په ۲۹ مه نيټه د سویډن نامتو هنرمند انګرید بیرګ من چې د کازابلانکا په نامه د فلم سره د نړۍ په کچه شهرت موندلی وو په سویدن کې وزیږید. هغه د خپلې ۶۷ کلنۍ د زوکړې پر ورځ په لندن کې ژوند د لاسه ورکړ.
////////////
د ۲۰۰۵ میلادي کال د اګست په ۲۹ مه نيټه د امریکا په سویلي ایالیتونو کې د کاترینا په نامه بړبړکۍ او شدید توپان رامنځته شو چې ډیر زیات ځانياو مالي زیانونه يي واړول. د ویلو ده چې ددې بړبړکۍ او توپان په نتیجه کې ۱۸۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۱۵ میلیارده ډالره مالي زیانونه يي رامنځته کړل.