په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۹۱۵ میلادي کال د اګست په ۱۹ مه نيټه د ترکي ژبې د ادبیاتو مشهوره څیره او نومیالی شاعر توفیق فکرت د ۴۸ کلونو په عمر د استانبول د روم ایلي هیسار په سیمه کې په خپل کور کې ژوند د لاسه ورکړ. ۳۰ کاله وروسته په همدې ورځ د هغه کور د موزیم په توګه د نندارچیانو پر مخ پرانیستل شو.
د ۱۹۴۶ میلادي کال د اګست په ۱۹ مه نيټه په چین کې د چان کای شیک په مشرۍ د ملیت پالو او ماو زیدونګ په مشرۍ د کمونیستانو ترمنځه کورنۍ جګړه پيل شوه. جګړې چې تر ۱۹۴۹ کاله دوام وکړ د کمونیستانو په ګډه پایته ورسیده.
//////////////
د ۱۹۵۳ میلادي کال د اګست په ۱۹ مه نيټه په ایران کې د ازادو ټاکنو له لارې ټاکل شوی لومړی وزیر محمد مصدق د امریکا او انګلستان لخوا د تنظیم شوو د شاه د پلوي منصبداراتو لخوا د کودتا په نتیجه کې له واکه لرې کړې شو.
/////////
د ۱۹۹۱ میلادي کال د اګست په ۱۹ مه نيټه په شوروي اتحاد کې د کمونیزم پلوه جنرالانو لخوا د کودتا تشبث وشو. د کودتا د اقدام نه وروسته اعلان وشو چې ولسمشر میخایل ګورباچوف له دندې لرې او نیول شوی دی خو دوه ورځې وروسته ګورباچوف بیرته خپلې دندې ته راستون شو.