په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۵۶ میلادي کال د مارچ په نهمه نیټه د سویلي قبرس د ادارې مشر اسقف اعظم ماکاریوس د انګلستان د حکومت لخوا د سیشل ټاپوګانو ته تبعید کړی شو. د انګلستان لخوا د سویلي قبرس د مشر د تبعیدولو نه وروسته په سویلي قبرس کې د انګلستان پر خلاف پاڅون پيل شو.
د ۱۹۸۳ میلادي کال د مارچ په نهمه نیټه په بلګراد کې د ترکېې لوی سفیر غالب بالکر د ارمني ترهګري سازمان اسالا د دوو تنو ترهګرو لخوا په شهادت ورسول شو.
د ۲۰۰۳ میلادي کال د مارچ په نهمه نیټه د ترکیې د عدالت او پراختیا د ګوند مشر رجب طیب اردوغان چې د سیاسي بندیز له امله په ټاکنو کې ګډون نه وو کړی د ترکیې د سیرت په ښار کې د ټاکنو د تکراریدو سره په ټاکنو کې ګډون وکړ او پارلمان ته لار پیدا کړه.
ددېنه وروسته رجب طیب اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ په نهمه نیټه د ترکیې تر ټولو اوږد د مځکو د خړوب تونل چې په نړۍ کې پنځم اوږد تونل دی د شانلي اورفا ولایت د سورچ د ولسوالۍ تونل د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.