په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۵۲۵ میلادي کال د فبروري په ۲۴ مه نيټه د فرانسې او اسپانیا د امپراتوریو د پوځونو ترمنځه د پاویا جګړه پيل شوه. پدې جګړه کې د فرانسې پاچا لومړی فرانچویس د سپیڅلي روما جرمن امپراتور شارکن لخوا اسیر ونیول شو. د فرانسې د پاچا مور ملکه لوئیس د خپل زوی د اسارت نه د خبریدو نه وروسته د عثماني امپراتورۍ امپراتور قانوني سلطان سلیمان ته د لیک په استولو د هغه نه د مرستې غوښتنه وکړه.
قانوني سلطان سلیمان د ملکې لوئیس غوښتنه ومنله او هغه ته يي د مرستې لاس اوږد کړ. د عثماني امپراتورۍ ځواکونو د ۱۵۲۶ میلادي کال د اګست په ۲۹ مه نيټه د شارلکن د ځواکونو په مقابل کې په جګړې پيل وکړ او جګړه عثماني دولت وګټله. وروسته د تړون له مخې د فرانسې پاچا فرانچویس خوشې کړې شو.
/////////////////
د ۱۹۴۲ میلادي کال د فبروري په ۲۴ مه نيټه د نازیانو د راتښتیدولو رومانیا د یهودانو کښتۍ په تورې بحیره کې په سمندر کې ډوبه کړې شوه. په ۱۹۶۰ کلونو کې د شوروي اتحاد د ارشیف نه د ترلاسه شوو سندونو له مخې نوموړې کښتۍ د یوې روسي تحت البحري کښتۍ لخوا په سمندر کې ډوبه شوې وه. پدې پیښه کې ۷۶۸ تنو چې ۱۰۳ تنه يي ماشومان ول ژوند د لاسه ورکړ.
///////////////////
د ۱۹۵۴ میلادي کال د فبروري په ۲۴ مه نيټه د تونا سیند نه تورې بحیرې او د هغه ځای نه د استانبول تنګي ته راښویدلې د کنګل ډیرې سترو سترو پارچو سمندري ټرافیک د خنډ سره مخامخ کړ او ټرافیک ودرول شو.
///////////////////
د ۱۹۵۵ میلادي کال د فبروري په ۲۴ مه نيټه د ترکیې او عراق ترمنځه په متقابله توګه د سینتو د همکارۍ معاهده لاسلیک شوه. وروسته انګلستان، ایران او پاکستان هم ددې معاهدې غړیتوب ترلاسه کړ.
/////////////////
د ۱۹۹۱ میلادي کال د فبروري په ۲۴ مه نيټه امریکا د جلیج لومړۍ جګړې پلي عملیات پیل کړل. امریکايي ځواکونه د شپې په نیمايي کې د سعودي عربستان نه د عراق خاورې ته داخل شول.