په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

1356017
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

د ۱۷۶۳ میلادي‌ کال د فبروري‌ په لسمه نیټه  د لومړۍ نړۍوالې جګړې په توګه شمیرل شوی د ۷ کلونو جګړې د پاریس د ټړون سره پایته ورسیده. د انګلستان، فرانسې، اسپانیا، پرتګال، اتریش، سویډن او روسیې ترمنځه جګړې د نړۍ په تاریخ کې ډیر مهم تغیرات رامنځه کړل. انګلستان د هندوستان په ګډون د سمندرونو نه پورې غاړې یو زیات شمیر هیوادونه استعمار کړل او د خپل حاکمیت لاندې ونیول او په امریکا کې د خپلواکۍ تخمونه وکړل شول.

//////////////////

د ۱۹۴۷ میلادي‌ کال د فبروري‌ په لسمه نیټه  ائتلافي هیوادونو په دویمه نړۍواله جګړه کې د نازیانو د متفقو هیوادونو ایټالیا، رومانیا،هنګري، بلغاریا او فنلند سره د سولې تړون لاسلیک کړ. ددې تړون سره ددې  هیوادونو سرحدونه له سره وټاکل شول.

///////////////

د ۱۹۶۲ میلادي‌ کال د فبروري‌ په لسمه نیټه  د امریکا د جاسوسې الوتکې یو دوه پيلوټ فرانسس ګاری پورز چې د شوروي اتحاد د پاسه د جاسوسۍ د الوتنې پر مهال الوتکه ولویده او د شوروي‌ لخوا اسیر ونیول شو د کا ګې بې د یو تن جاسوس سره تبادلې نه وروسته امریکا ته وسپارل شو. د ویلو ده چې امریکايي پیلوټ  د شوروي‌ اتحاد د اټومي‌ توغندیو د ازمایښت د مرکزونو د انځورونو د اخیستو په خاطر الوتنه کړې وه چې الوتکه کې نسکوره شوې وه خو پدې پيښه کې هغه او الوتکې ته يي ډیر زیات زیان ونه رسید خو امریکا پدې راز خبر نو. کله چې شوروي‌ اتحاد دا مسئله په ډاګه کړه امریکا اعتراف وکړ چې غوښتل يي‌ د شوروي‌ اتحاد  د اټومي‌ توغندیو د ازمایښتونو د مرکز عکسونه واخلي.

/////////////

د ۲۰۱۴ میلادي‌ کال د فبروري‌ په لسمه نیټه  د هالیود مشهور ماشوم سینمایي‌ لوبغاړی شیرلي تیمپل په ۸۴ کلنۍ کې ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه