په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۵۲ میلادي کال د فبروري په ۶ مه نيټه دویمه ملکه الیزابت د پلار پاچا شپږم جورج د مړینې نه وروسته د انګلستان د ملکې په توګه وټاکل شوه. ملکې دویمې الیزابت د ۲۰۱۵ میلادي کال د سپتمبر په ۹ مه نيټه د ملکې ویکتوریا د حکمدارۍ د مودې نه د حکمدارۍ د اوښتو له امله په انګلستان کې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره د حکمدارۍ کولو حکمدارې لقب ترلاسه کړ.
د ۱۹۵۸ میلادي کال د فبروري په ۶ مه نيټه د جرمني د مونیخ په هوايي ډګر کې د الوتکې په پيښه کې د مانچستر یوناتید د لوبډلې ۷ تنو لوبغاړو په ګډون ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ۱۹۸۳ میلادي کال د فبروري په ۶ مه نيټه د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د لیون قصاب په توګه مشهور د ګیستاپو قومندان کلوس باربیا د ترسره کړو بشري جنایتونو په تور په فرانسه کې محاکمه شو.
د ۲۰۰۴ میلادي کال د فبروري په ۶ مه نيټه د مسکو په مترو کې چاودنه وشوه. پدې ترهګري برید کې ۴۰ تنه مړه او ۱۲۹ تنه نور ټپیان شول.