په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۵۹ میلادي کال د نوامبر په ۵ مه نیټه په قبرس کې د انګلستان د ادارې پر خلاف د مظاهرو د کچې د لوړیدو نه وروسته انګلستان، ترکیې، یونان او قبرس د شمالي او سویلي برخې ادارې استازو په زوریح کې سره راټول شول. د ویلو ده چې پدې غونډه کې د سویلي قبرس په استازیتوب اسقف اعظم ماکاریوس او د شمالي برخې په استازیتوب فاضل کوچوک ګډون کړی وو. دا مذاکرات چې ۶ ورځې دوام وکړ پکې په قبرس کې د واحد یو دولت د جوړیدو او انګلستان، ترکیه او یونان ددې دولت د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه د ټاکل کیدو پریکړه وشوه.
د ۱۹۷۵ د فبروري په پنځمه نيټه د امریکا کانګرس په قبرس د سولې د عملیاتو له امله په ترکیې د ۱۹۷۴ میلادي کال د دسمبر په ۱۱ مه نيټه لګولی د وسلو بندیز نافذ کړ.
د ۱۹۹۴ میلادي کال د فبروري په پنځمه نيټه د بوسنیا د جګړې پر مهال سربي ځواکونو د بوسنیا د مارکالا په بازار بمي برید وکړ. پدې برید کې ۶۸ تنه مړه او ۱۴۴ تنه نور ټپیان شول