په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۸۷۱ میلادي کال د فبروري په ۴ مه نيټه د شمالي قفقاسونو د خلکو سیاسي او دیني مشر شیخ شامیل چې د حج فریضې د ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته تللی وو په مدینې منوره کې ژوند د لاسه ورکړ. شیخ شامیل د خپل د عمر ډیره برخه د قفقاسونو د خپلواکۍ لپاره د روسیې سره په جګړه کې تیره کړې وه.
د ۱۹۲۳ میلادي کال د فبروري په ۴ مه نيټه د لوزان د سولې د تړون مذاکرات چې د ۱۹۲۲ کال د نوامبر په ۲۰ مه نيټه پيل شوې وې، د عثماني دولت د پورونو، لږه کیو مسئلې، د استانبول او چناق قلعه د سمندري تنګیو د ادارې، ترک یونان پولو او موصل د ستونزې له امله وځنډیدې. د عصمت اینونو په مشرۍ ترک هیئت انقرې ته د راستنیدو پریکړه وکړه. د کنفرانس دویم پړاو بیا د اپریل په ۲۳ مه نيټه پيل شو.
د ۱۹۴۵ میلادي کال د فبروري په ۴ مه نيټه د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د امریکا، روسیې او انګلستان مشران د نوې نړۍ د نظم په مسئلې د خبرو په خاطر د یالتا په کنفرانس کې سره راټول شول. پدې کنفرانس کې پریکړه وشوه د مارچ تر لومړۍ نیټې چې کومو هیوادونو د جرمني او جاپان پر خلاف د جګړې اعلان وکړي هغوې به د ملګروملتونو سازمان د بڼسټګرو هیوادونو غړیتوب ورکړل شي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال د فبروري په ۴ مه نيټه ولسمشر رجب طیب اردوغان د جلال بایر نه وروسته ۵۹ کاله وروسته د ترکیې د ولسمشر په توګه واتیکان ته لومړی رسمي سفر وکړ.