په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۵۵۶ میلادي کال د جنوري په ۲۳ مه نیټه د چین په شمال لویدیځ کې د شنسي زلزله رامنځته شوه. د ریښتر په کچه د ۸ په لویوالي سره پدې زلزله کې ۸۳۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي دا زلزله د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو د خونړۍ زلزلې په توګه ثبت شوې ده .
د ۱۹۷۳ میلادي کال د جنوري په ۲۳ مه نیټه د امریکا او شمالي ویتنام د ځواکونو لخوا لس کاله مخکې پیل شوې جګړه په پاریس کې د لاسلیک شوي اوربند تړون سره پایته ورسیده خو اوربند ډیره لنډه موده وروسته بیرته مات شو. د امریکا وروستی سرتیری په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د ویتنام نه بهر شو خو د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته هم د ویتنام د کمونیستو ځواکونو او امریکايي پلوه ځواکونو ترمنځه نښتې دوه کاله نور هم دوام وکړ.
د ویلو ده چې په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د شمالي ویتنام ځواکونو لخوا د سویلي ویتنام پلازمینه د نیولو نه وروسته د ویتنام جګړه رسمآ پایته ورسیده.
د ۱۹۸۹ میلادي کال د جنوري په ۲۳ مه نيټه د نړۍ نامتو اسپانیوي رسام سلوادور دالي د ۸۵ کلونو په عمر ومړ. ویل کیږي نوموړی د پیکاسو سره یو ځای د نړۍ تر ټولو د مهمو او مشهور رسامانو نه یو وو.
د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنوري په ۲۳ مه نيټه د یونان لومړي وزیر کوستاس کارامان لیس ترکیې ته تاریخي سفر وکړ. هغه د یونان نه ترکیې ته ۴۹ کاله وروسته سفر کوونکی لومړنی لومړی وزیر وو.