په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

1339987
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

د ۱۹۱۹ میلادي کال  د جنوري په ۱۵ مه نيټه  د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته د جرمني  مخکښو  سوسیالستو  مشرانو نه  روسا لوګزمبرګ او کارل ووژل شول.

د ویلو ده چې نوموړي  مشران  د وخت حکومت پلوي  د فري کورپس د ملیشو لخوا  وژل شوي وو. .

د ۱۹۴۸ میلادي کال  د جنوري په ۱۵ مه نيټه د قبرس د ترکانو  سیاسي مشر لیکوال او ورځپاڼه چلوونکی  فاضل کوچوک د ۷۸ کلونو په عمر په لندن کې  ژوند د لاسه ورکړ.

د ویلو ده چې  کوچوک  د قبرس د روم او ترکانو لخوا  د جوړ شوي  ګډ  دولت  لومړی  د ولسمشر مرستیال وو.

د ۲۰۰۵ میلادي کال  د جنوري په ۱۵ مه نيټه د یاسر عرفات د مړینې نه وروسته  د جنوري په ۹ مه نيټه د فلسطین د دولت په توګه ټاکل شوي  محمود عباس  د لوړې په کولو سره  د ولسمشر په توګه  خپله دنده  پيل کړه.

هغه د دندې د پيلولو نه وروسته  په اسراییلو  د اوربند  او تل پاتې سولې  غږ وکړ.

 



اړوند خبرونه