په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
![په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/98de/4a7a/116d/5c35ce992eb05.jpg?time=1719191588)
د ۱۸۰۴ میلادي کال د جنوري په ۱۶ مه نیټه د نړۍ مشهور فرانسوي مخترع فرانسوي کیمیاپوه او فیزیکپوه جوزیف لوئیس د هایدروجن یو بالون سره ۷ زره او ۱۶ متره ارتفاع ته لوړ شو. دا ریکارډ په راتلوونکو ۵۰ کلونو کې د هیچا لخوا مات نشو.
د ۱۹۲۸ میلادي کال د جنوري په ۱۶ مه نیټه په شوروي اتحاد کې ستالین واک ته ورسید . ستالین واک ته د رسیدو نه وروسته د خپل رقیب لیف تروچکي په ګډون ټول مخالف سیاستوال د هیواد نه تبعید کړل. د ستالین ستر مخالف مشر لیف تروچکي د فبروري په ۱۴ مه نيټه د خپلو ماشومانو سره یو ځای ترکیې ته راغی. هغه څلورنیم کاله په استانبول کې ژوند وکړ.
د ۱۹۷۰ میلادي کال د جنوري په ۱۶ مه نیټه په لیبیا کې د ۱۹۶۹ کال د کودتا په نتیجه کې واک ته رسیدلي معمر القذافي د هیواد په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په راوستو سره د لومړي وزیر او دفاع وزیر دندې هم په غاړه واخیستې. قذافي د ۴۰ کلنې واکمنۍ نه وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د پاڅون په پایله کې له واکه لرې او د سیرت په ولایت کې د پاڅونوالو لخوا ووژل شو.
د ۱۹۹۱ میلادي کال د جنوري په ۱۶ مه نیټه امریکا او متحدینو د عراق پر خلاف چې کویټ يي اشغال کړی وو د دښتې توپان په نامه پوځي عملیات پیل کړل.
دا پوځي عملیات لومړی د هوايي او توغندیو د بریدونو سره پيل شول. د خلیج د لومړۍ جګړې په توګه په مشهورې دې عملیاتو په غبرګون کې د عراق پوځ د پر اسراییلو د سکاټ توغندیو بریدونه وکړل.