په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۴۹۲ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه کریستوف کولومب د اسپانیا نه د هندوستان پر لورې د درې کښتیو سره حرکت وکړ خو هغه ۶۳ ورځې وروسته امریکا ته ورسید.
/////////////////////
د ۱۹۱۴ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه د جرمني امپراتور د فرانسې پر خلاف د جګړه اعلان کړه. په همدې ورځ انګلستان د عثماني امپراتورۍ دوه زریهداره کښتۍ ضبط کړې.
///////////////
د ۱۹۴۹ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ملګروملتونو سازمان ته د چین داخلیدو غوښتنه رد کړه.
/////////////////
د ۱۹۷۷ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه د سویلي قبرس د ادارې مشر ماکاریوس د قلبي سکتې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.
/////////////////
د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه د جرمني نامتو پیلوټ متخیاس روست د خپلې الوتکې سره د پخواني شوروي اتحاد د دافع هوا سیستم ته د تیریدو سره د مسکو په سور میدان کې ښکته شو. نوموړوی د ۴۳۷ ورځې بند نه وروسته خوشې کړی شو.
/////////////////
د ۲۰۰۱ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه په لاحه کې د جنګي جنایتونو نړۍوالې محکمې بوسنیايي صرب جنرال رادیسلوف کریستیچ په سربینیتثا کې د ترسره کړي جنګي او بشري جنایتونو له امله په ۴۶ کاله بند محکوم کړ.
//////////////
د ۲۰۰۲ میلادي کال د اګست په دریمه نیټه ترکیې د اروپايي ټولنې سره د همغږۍ او سازګارۍ په چوکاټ کې د جګړې او جګړې د ګواښونو پرته د اعدام سزا له منځه یوړه.