په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۵۲۱ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه د عثماني امپراتورۍ پوځونو بلګراد محاصره کړ.
/////////////
د ۱۵۷۱ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه د عثماني امپراتورۍ د مشهور قومندان لالا مصطفی په مشرۍ د وینیدیک جمهوریت اړوند قبرس فتحه کړ.
///////////////
د ۱۸۴۰ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه لومړنۍ ترکي ژبې ورځپاڼې جریده يي حوادث په نشراتو پیل وکړ.
//////////////
د ۱۸۹۴ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه د جاپان امپراتورۍ د کوریا نیمه ټاپو د اشغالولو په خاطر د چین سره جګړه پيل کړه.
///////////////
د ۱۹۰۲ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه امریکا متحده ایالتونو د پاناما د کانال ټول حقونونه د فرانسې وپیرودل او د کانال په جوړولو يي پيل وکړ.
//////////////////
۱۹۱۴ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه جرمني د تزاري روسیې پر خلاف جګړه اعلان کړه.
/////////////////
د ۱۹۳۶ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه د برلین اولمپیات د ادولف هټلر په ګډون د مراسمو سره پرانیستل شول. پدې اولمپیاتو کې د امریکا تور پوستي منډه وهوونکي جیسي اوینس ۴ د سروزرو د مډالو په ترلاسه کولو سره په اولمپیاتو کې ریکارډ جوړ کړ.
///////////////
د ۱۹۵۰ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه ترکیې د ناټو سازمان د غړیتوب په خاطر په رسمي توګه وړاندیز وکړ.
/////////////
د ۱۹۷۵ میلادي کال د اګست په لومړۍ نیټه د هیلسنکي د بشري حقونو تړون د ۳۵ هیوادونو په ګډون لاسلیک شو. امریکا او کاناډا د تړون د لاسلیکولو نه ډډه وکړه.