په تاریخ کې نن ورځ
راځۍ چې وګورو چې نن په تاریخ کې کومې پيښې رامنځته شوي دي.
د ۱۸۲۰ میلادي کال د جنوري په ۲۸ مه نيټه انترکتیکا کشف شوه.
په اصل کې د انترکتیکا کشف د میلاد نه مخکې د ۳۰۰ نه تر ۶۰۰ کلونو پورې غځیږي. یوناني فیلسوفانو به تل په ټینګار ویل چې نړۍ د یو سیمتریک ساختار نه برښمنده ده. د موازنې د برقرارۍ په خاطر خامخا سویل برخه کې یوه ډیره ستره پارچه د خاورې شتون لري. په اصل کې د انترکتیکا د سیمې کشف هم د همدې څرګندونو او اټکلونو سره پیل شوی دی. پدې خبره کې په سلګونو کلونه تیر شول. سره ددې چې څیړونکې په مراتب د انترکتیکا کشف ته نږدې شوي ول خو دا سیمه د روسي محقیقنو فابین ګټلیلب وین بیلنګ هاوسن او میخایل پطروویچ لازاروف لخوا کشف شوه.
/////////////
د ناسا د چیلینجر په نامه فضايي بیړۍ د ۱۹۸۶ میلادي کال د جنوري په ۲۸ مه نيټه د حرکت نه ۷۳ ثانیې وروسته انفلاق وکړ. د ویلو ده چې چیلینجر په نامې دې فضايي بیړۍ فضا ته خپل لومړنی سفر د ۱۹۸۳ میلادي کال د اپریل په ۴ مه نيته ترسره کړی وو. د ناسا سازمان دې فضايي بیړۍ ۹ ځله فضا ته سفر کړی وو. پدې پيښه کې د ناسا سازمان ۵ مسلکي ستورمزلو او دوو روزونکو په ګډون ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
//////////////////
د ۱۹۳۲ میلادي کال کې د ښکلا او ظرافت په نړۍوالې سیالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ترکیې استازې کیریمان خالص لومړی مقام خپل کړ او د ښکلا د ملکې په توګه وټاکل شوه.
ویل کیږي ترکیه چې پدې کلونو کې د عصریتوب پر لورې په چټکۍ سره پر مخ روانه وه د کیریمان خالص پلار خپل لور د ښکلا په سیالۍ کې د ګډون په خاطر ثبت کړه. په هغه کال کې د ښکلا دا سیالي په بلجیم کې جوړه شوې وه.
کریمان خالص د ښکلا او ظرافت په نړۍواله سیالۍ کې د ګډون سره لومړی مقام خپل کړ او ترکیې ته راغله. پدې ډول کریمان خالص لومړنۍ ترکیه ده چې د نړۍ په کچه د ښکلا او ظرافت د ملکې عنوان يي ترلاسه کړ. کریما خالص د ۲۰۱۲ کال د جنوري په ۲۸ مه نيته ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.