راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پيښې رامنځته شوي.
نن ورځ په تاریخ کې
د ۱۹۴۶ میلادي کال د جنوري په ۲۴ مه نيټه د اتومي انرژۍ نړۍوال کمیسیون تاسیس شو. امریکا، انګلستان، روسیې، فرانسې، کاناډا او چین په لندن کې جوړ شوي د ملګروملتونو سازمان په لومړني عمومي اجلاس کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال کمیسیون د جوړولو وړاندیز وکړ. د نوموړو هیوادونو وړاندیز ومنل شو او ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۱ غړیو او کاناډا لخوا دا کمیسیون تاسیس شو.
//////////////
د ۱۹۹۳ میلادي کال د جنوري په ۲۴ مه نيټه د ترکیې نامتو لیکوال اوغور مومجو په پلازمینه انقره کې د خپل کور په مخکې په موټر کې د ځای په ځای شوي بم په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړ. سره ددې چې د مومجو د ترور نه ۲۶ کاله تیږيږي خو تر اوسه پورې دا پيښه نده روښانه شوې.
////////////
د ۱۹۹۴ میلادي کال د جنوري په ۲۴ مه نیټه ترکیې د لومړي ځل لپاره ترکسات ای په نامه سټلایت فضا ته وتوغو. سټلایت د توغولو نه ۱۲ دقیقې او ۱۲ ثانیې وروسته اقیانوس ته وغورځید.
//////////////
د ۲۰۰۱ میلادي کال د جنوري په ۲۴ مه نیټه د ترکیې د دیارباقر ولایت د امنیې قومندان غفار اوکان د خپلو ۴ تنو ساتونکو او موټر چلوونکي سره په یو وسله وال برید کې ووژل شو. د ویلو ده چې غفار اوکان په کلونو کلونو د پ ک ک او حزب الله ترهګرو ډلو پر خلاف مبارزه کړې وه. هغه په ترکیه کې د حزب الله د ډلې په لمنځه وړو کې ډیر مهم رول درلود.
///////////////
د ۲۰۰۴ میلادي کال د جنوري په ۲۴ مه نیټه ناسا د اپارچونیټي په نامه سپوږمه کۍ د سپریټ نه دوه اونۍ وروسته په مریخ کې ښکته کړه. د ویلو ده چې د ناسا سازمان د مریخ دا کشفي سپوزمه کۍ د ۲۰۰۳ میلادي کال د جولای د په ۷ مه نيټه فضا ته توغولې وه.