اروپايي ټولنه : د روانې میاشتې تر پایه به په اروپايي ټولنه کې د اوکراین غړیتوب بهیر پيل کړو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین د ژوند شیریانونه  له منځه یوسي.

2151519
اروپايي ټولنه : د روانې میاشتې تر پایه به په اروپايي ټولنه کې د اوکراین غړیتوب بهیر پيل کړو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین د ژوند شیریانونه  له منځه یوسي.

انالینا بیرباک په پلازمینه برلین کې جوړ شوي  د " اوکراین د بیارغونې کنفرانس" د مخه وویل "پوتین غواړي په خپل وحشیانه جنګ سره د اوکراین شیریانونه له مینځه یوسي."

بیرباک د اروپا لپاره د اوکراین اهمیت ته په اشارې سره وویل « د بیارغونې په کنفرانس کې د ګډون سره، موږ دا روښانه کوو چې موږ نه یوازې د روسیې د وحشیانه برید سره مخالفت کوو چې د ۲۰۲۲ کال  له فبروري راهیسې دوام لري، بلکې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملیدو لپاره هم زمینه برابروو او لاره هوارو"

بیرباک د دې په ټینګار سره چې د اوکراین خلک " ددې  هیواد د ژوند په شیریانونو د د بریدونو په مقابل کې  تر هرڅه د مخه بریښنا ، اوبو او تودوخې ته اړتیا لري" پدې کنفرانس کې  یوازې د سیاستوالو نه بلکې ، د دولت او حکومت مشرانو، ښاروالانو او د اوکراین دخلکو نه ملاتړ کوونکو شرکتونو استازو ګډون ډیر زیات مهم دی.

له بلې خوا د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین په دې کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل چې اوکراین ټول اړین ګامونه پورته کړي او ویلي یې دي چې له دغه هیواد سره د اروپايي اتحادیې د غړیتوب خبرې باید په حقیقت کې د روانې میاشتې تر پایه پیل شي.

"اوکراین اروپا ده، زموږ اتحادیه ستاسو کور دی." بیرباک ټینګار وکړ چې له کیف سره به د اروپایي اتحادیې مرستې دوام ومومي او وویل چې د روسیې د منجمد شویو شتمنیو او زیرمو څخه د عایداتو څخه نږدې یو نیم میلیارد یورو به د جولای په میاشت کې د اوکراین لپاره وکارول شي او د یو عشاریه  ۹ میلیارد یورو اضافي مرستې به د میاشتې پای پورې د اوکراین لپاره چمتو شي..

تمه ده چې د اوکراین د بیارغونې په کنفرانس کې د شاوخوا ۶۰ هیوادونو شاوخوا دوه زره استازي ګډون وکړي.

د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې د دسمبر په میاشت کې په سرمشریزه کې له مالدووا او اوکراین سره د غړیتوب خبرې اترې پیل کړي.


پيوندونه: #جرمني , #اوکراین

اړوند خبرونه